پاکستان کې : ترهګر څوک پالي ، دولت که ټاکلې کړۍ ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

څه حاجت دی چې د ې خط په ملا لولم               چې زما په باب دې کښلې دي پوهیږم

رقیبان ځکه تیری په رحمان کاندي                   تا په خوا پوري نیولي د ي پوهیږم

رحمان بابا

د ویکي لیکس لاسوندو له رسواکېدو روسته  کومه خبره چې پخوا افغانانو په یوازي ځان امریکا ، لویدیځ او نړۍ ته کوله او هغه دا چې افغانستان ته ترهګر له پاکستانه راځي او د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي ، نن هغه خبره ټوله نړۍ پاکستان ته کوي . اوس نړۍ ته ښکاره ده چې ترهګر په پاکستان کې روزل کیږي ، وسلوال کیږي او افغانستان او د نړۍ نورو برخو ته استول کیږي .

بله پوښتنه چې ارزښت يي نور هم زیات دی او هغه دا چې ترهګرو څخه ملاتړ د پاکستان دولت رسمې تګلار ده او که په دولت کې ځيني کړۍ د خپلو ځانګړو ګټو  لپاره د مرکزي دولت له هوکړې او لمسون پرته داسې ملاتړ کوي ؟

ایا پاکستان ترهګرو ته دایمي اړتیا لري او که د لنډمهال لپاره  يي پکار دي ؟ ترهګر ساتل او کارول د پاکستان ستراتیژۍ سره تړلې او که یوازې تاکتیکي لوبه ده ؟

ایا یوازي جنرال حمیدګل ، نصرالله بابر او څو تنه نور دي چې د ترهګرو په ملاتړ کې لیوني دي اوکه دا لیونتوب د پاکستان د ټولو حکومتونو رسمي کړنلار ده ؟

د پورته پوښتنو ځوابونه به د پاکستاني چارواکو په خپلو څرګندونو او د ویکی لیکس په خپرو شویو لاسوندونو کې وګورو :  

د اوسني دولتمشر اصف  زرداري میرمن بېنظیر بوټو یو وخت رسنیوته ویلي و چې د طالبانو د رامنځ ته کېدو چلوټه لومړی انګریزانو پکار اچولې وه ، امریکايي شرکت یونیکال او عربانو يي پیسې ورکړي دي او پاکستان هغه په عمل کې پلې کړې ده .

د پاکستان پخواني دولتمشر جنرال مشرف شپيګل سره په مرکه کې یو مهال ويلي و :

« که چیري نړۍ غواړي سیمه کې له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي ، باید هند هم له پامه ونه غورځوي » او  زیاتوي « موږ په دې توګه د یوه دوښمن په وړاندې له بل دوښمن څخه ګټه پورته کوو.»  د مشرف له یوه دوښمن څخه موخه ترهګر او له بل دوښمن څخه هندوستان دی . مشرف دلته په سپین سترګۍ او بېشرمۍ سره په مستقیمه توګه د هند او په نامسقیمه توګه د افغانستان په وړاندې د ترهګرو له روزلو څخه ملاتړ د پنجاب حق بولي .

د ۲۰۰۹ کال د مۍ  په ۱۲ مه ، د پاکستان دولتمشر اصف زرداري ، د امریکا د ان . بې . سي  جالپاڼې سره په یوه مرکه کې اعتراف کوي او وايي ، دا د پاکستان ای ایس ای او د امریکې سي ای ای « CIA   «وه چې په افغانستان او سیمه کې يي د خپلې واکمنۍ د بسیا او غځولو په موخه طالبان راوزیږول .

همدارنګه د روان عیسوي کال د جولای په درېیمه د پاکستان د مسلم لیګ (ن) ګروپ مشرنوازشریف په لاهور کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو :« ترهګري د پاکستان له بهرنۍ پالیسۍ او ملي سیاست سره نېغ په نېغه ارتباط لري او دا تګلارې په اسلام اباد کې جوړېږي »

د روان کال د جولای په ۱۶ مه د ای ایس ای پخواني مشر متقاعد جنرال حمیدګل  د یوه پاکستاي خصوصي تلویزیون ای ار وای سره په مرکه کې وايی « ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس کابل د پاکستان لپاره تیاره شوې ډوډۍ ده چې باید وخوړل شي » . حمیدګل نور هم په مرکه کې وړاندې ځي او وايي « پاکستان پلوه وسلوال طالبان بریالي دي او راتلونکی حکومت به په افغانستان کې د دوی وي چې د پاکستان خواخوږي دي » 

همدارنګه نوموړي دا خبره چې ګواکې پنجابي طالبان هم شته رد کړه . ده زیاته کړه «  د پنجابي طالبانو اصطلاح غلطه ده په پنجاب کې چې څوک نا امني پيدا کوي هغه ورانکاري او د ده په وينا د هند جاسوسان دي . حميد گل وسله والو طالبانو ته په بيا بيا د سپېڅلو مجاهدينو خطاب وکړ او ويي ويل چې سپېڅلي مجاهدين پوهيږي چې د جهاد او مقصد ځاى افغانستان دى پاکستان نه دى

حمید ګل په یادو شویو خبرو هم بسیا نه کوي وړاندې ځي او د اسلام اباد چارواکو ته سلا ورکوي « چې له افغانستان څخه د شوروي اتحاد له وتلو  وروسته حالت تکرار نه کړي او دا ځل واردمخه د افغانستان لپاره منځمهالى حکومت جوړ کړي »

ټول هغه لاسوندونه چې افغاني حاکمیت يي له ډېر پخوانه وړاندې کوي ، په دې شاهدي ورکوي  چې ترهګرو ته د پاکستان دولت دایمي اړتیا لري او پاکستان د ترهګرو په ملاتړ ژوندی دی . که پاکستان کې څوک پر لوړو دولتي څوکیو کار کوي او که متقاعد دي ، له ترهګرو به پالنه او ساتنه کوي .  له ترهګرو ملاتړ د پاکستان ستراتیژیکه موخه ده ، نه لنډمهاله او تاکتیکي !

له دې کبله خبریالانو ته د ۲۰۰۸ کال د جون په ۱۵ مه د افغان ولسمشر ویلي و چې موږ ته نور زغم نه دی پاتې . موږ دا حق ځان ته خوندي ساتو ، دوښمن په هغه ځای کې چې زموږ پر ضد روزل کیږي او رااستول کیږي تعقیب کړو او مخکې له دې چې دوښمن زموږ په کور کې موږ ووژني باید دوښمن د هغه په ځای کې له منځه یوسو .

خو دا چې له ترهګرو ملاتړ د پاکستان ستراتیژیکه موخه ده  روستۍ ډاډمنه سرچینه چې د پاکستاني واکمنانو د نیتونو جرړې راباسي ویکی لیکس دی . نوموړې ویبپاڼه هم داسې لاسوندونه راسپړې چې هغو کې نه یوازې د پاکستان څو تنه متقاعد جنرالان بلکې د دولت د واکمنې کړۍ غړي لاس لري . پر دې ټولو سربېره د نړۍ ځيني مشرانو هم  ترهګرو سره په ملاتړ د پاکستان دولت د دوه مخي تګلارې څخه پرده پورته کړه .

« د انګلستان صدراعظم ډیویډ کامرون  ترورویزم ضد جګړې کې د پاکستان د سوابقو په اړه له خپلو څرګندونو څخه دفاع وکړه او وایي، مهمه ده چې سپینې او څرګندې خبرې وکړو. کامرون په نوي ډهلي کې د هند له صدراعظم من موهن سنګ سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل ، هیڅوک په دې کې شک نه لري چې تروریستي ډلې له پاکستان څخه صادریږي او دا ډلې باید چې وځپلې شي او له منځه یوړلې شي. »

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفير کريس الګزنډر وايي چې د ويکيلکس له خوا د پټو اسنادو په خپرېدو اوس په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه په ټولو کچو رسوا شوې  او بايد په نړيوالو محفلونو کې پرې بحثونه وشي.

د کاناډا پخوانی سفير وايي د دې لپاره کياني په افغانستان کې چريکي جګړه پيل کړېده او له شمالي وزيرستان او بلوچستان څخه افغانستان ته ځانمرګي لېږي. نوموړی وايي چې پاکستان دا کار په دې موخه کوي چې په افغانستان کې د پښتنو ملتپالي ووژني، هندوستان وباسي او کرزی کمزوری کړي.

اوس چې د ویکی لیکس له رسواییو روسته ، د نړیوالو او پاکستاني چارواکو د ډاډ منو لاسوندونو پر بنسټ د ترهګرو په ملاتړ د پاکستان مرکزي حکومت مجرم دي او د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي ، پکار دي :

ــ ناټو او ایساف ځوکونه باید د ترهګرو ځالې په پاکستان کې په نښه کړي

ــ د ملګرو ملتو لخوا ای ایس ای د تروریستانو په لیست کې ونیول شي  

ددې ترڅنګ افغان دولت ته لاندې وړاندیزونه کیږي :

ــ افغان دولت باید په افغانستان کې د پاکستان لخوا د تروریستي بریدونو په اړوند ، له ایساف او ناټو څخه د روښانه دریځ او وړو اقدامونو غوښتنه وکړي .

ــ د پاکستان لخوا په افغانستان کې د تروریستي بریدونو موضوع باید د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کې مطرح شي .

ــ افغان دولت د اسلامي کنفرانس له لارې هم باید ، د پاکستان پر دولت فشار راوړي چې په افغان خاوره خپل تروریستي بریدونه بند کړي .

ــ د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت باید له اوږده خوبه ویښ شي ، په بهر کې خپلو ټولو سفارتونو ته دنده وسپاري چې د مطبوعاتي کانفرانسونو او نورو ممکنه لارو څخه نړیوالو ته ، د تروریزم په اړه د پاکستان له دوه مخې سیاست او په افغانستان کې د هغه دولت د تروریستي بریدونو په اړوند مالومات ورکړي او د افغان او لري پښتونخوا پر مظلوم ملت د پنجابي یرغلګرو له توطیو او بریدونو څخه پرده پورته کړي .

د ۲۰۱۰ کال ۱۳ مه

 


August 15th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی